02‏/08‏/2007

د ټیټانیک Titanic د کښتۍ ډوبېدل

د خدای د وحدانیت نښانې

د ټیټانیک Titanic د کښتۍ ډوبېدل

د ډاکتر مصطفی محم الجمال لیکنه / د الاسکندریة پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي
د هدايت الله هميم ژباړه

د خدای په رسول صلی الله علیه وسلم ، اصحابو، او هر هغه څوک، چې ترقیامته یې دده د سنتو متابعت کړی ، له درود وروسته په دې لړۍ پیل کوم، چې د لوی خدای په بې شمېره حکمتونو، علمي یقنیني مواعظو شامله ده، چې د خدای په دې کلام کې یې یادونه شوې ، خدای پاک فرمایلي: "هُوَ الَّذِي يُسَيِّرُكُمْ فِي البَرِّ وَالبَحْرِ حَتَّى إِذَا كُنْتُمْ فِي الفُلْكِ وَجَرَيْنَ بِهِمْ بِرِيحٍ طَيِّبَةٍ وَفَرِحُوا بِهَا جَاءَتْهَا رِيحٌ عَاصِفٌ وَجَاءَهُمُ المَوْجُ مِنْ كُلِّ مَكَانٍ وَظَنُّوا أَنَّهُمْ أُحِيطَ بِهِمْ دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ لَئِنْ أَنْجَيْتَنَا مِنْ هَذِهِ لَنَكُونَنَّ مِنَ الشَّاكِرِينَ (10/22)" صدق الله العظيم.

دا آیت کریمه مو له هغوبې ساري سمندري پدیدو او د سمندر د حال له بدلونه خبروي، چې د خپل طبیعي حالت څخه دینامیکي او ناڅاپي حالت د وخت په تېرېدو بدلون مومي، چې که هرڅومره په پرمختللې توګه بېړۍ جوړي وي ، ډېر ځله یې د ډوبېدو لامل ګرځي ، لکه څنګه چې موږ پوهېږو، چې د سمندر د حالت بدلون له هوا له تودوالي سره تړاو لري چې ډېر ځله په سمندر کې مېشته خلک له خدایه په دې وېره کې وي چې ګني ډوب نشوخو له نجات وروسته بېرته خپل فساد ته دوام ورکړي او خپل رب ته په اخلاصمن او رښتیني نه وي، او بېشکه چې د خدای عذاب دې ډلې ته سخت دردوونکی دی. په دې اړه د علمي څېړنو یوه روښانه بېلګه د ټیټانیک Titanic د بېړۍ ډوبېدل و.
د تعجب خبره یواځې دانه ده، چې دا یوه ډېره او بې شانه بېړۍ وه، او بې شمېره ورړونکي پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ، بلکې تعجب ددې بېړۍ د ډوبېدو د پېښې په منطقي تفسیرېدو کې دي، هغه دا چې هغه مهال خلکو دا عقیده لرله چې د پېښې اساسي لامل له یخین غره سره د بېړۍ ټکر و، چې له یوه اوږده غږ پنځېدو وروسته د بېړۍ د چاودېدو لامل شو او له لږ درنګ وروسته ډوب شوه، خو اوسنیو څېړنو د بېړۍ د ډوبېدو د ځای له پېژندلو وروسته د عصري آلاتو په وسیله دا جوته کړه، چې د یخین غرونو هغه نېږدې غر اته سمندري میله ترې لرې و، چې ( یو سمندري میل نېږدې ۱،۸۵ کیلومتره کېږي)، یاپه بل عبارت دبېړۍ د ډوبېدو لامل یو داسې علمي معما شوه، چې پوهېدل پرې اسان نه وو، چې په دې لړۍ کې یو انسان د بل اوتمات انسان د جوړولو په لټه کې شو، چې د سمندر په تل کې یې د غوټو وهلو توان وموند، او د اوبو له سره یې د لرې واټن څخه د کنټرولولو واک پیدا کړ،چې په پای کې یې د ډوب شوې بېړۍ ځینې برخې وموندې، چې دهغو لپاره ځانګړي تحلیلونه او د تجربو په موخه ورته ځانګړي کتنځي جوړشول، او دا په ډاګه ورته روښانه شوه، چې د بېړۍ د ډوبېدو تخمین شوي لاملونه ناسم وو، چې ګني د یخ له غرګوټي سره ټکر شوې وه، بلکې د ډوبېدو حقیقي لامل د بېړۍ د جوړښت په فلزي معدنو کې ناڅرګند و، هغه چې بېړۍ ترې جوړه شوې وه، چې معدنو اصلي حالت او کلکوالی له لاسه ورکړ او د مد او جزر مساله منځته راغله چې د ټکر اوز ترې وانګېرل شو.
راځﺉ چې اوس د پېښې اصلي کیسې ته ننوځو علمي څیړنیزو او حقیقي تجربو ثابته کړې . غواړم یو څه تفصیل ددې بېړۍ او یوڅه د بېړۍ د دوو نورو ملګرو په اړه درته روښانه کړم، چې یوه یې د اولمپیک Olympic بېړۍ، چې په ۱۹۱۰ز کال کې یې جوړښت پیل او په ۱۹۳۵ز کال کې میدان ته راووته، اوبله یې برتانوي بېړۍ Britannic چې په ۱۹۱۴ز کال کې جوړه او له (مین) سره له ټکره وروسته په ۱۹۱۶ز کال کې ډوب شوه، چې دری واړې بېړۍ د ایرلینډا په یوه جبه خانه کې جوړې شوې وې.

1. د جوړېدو لنډ تاریخ ، تجربې، او چلول :
د جوړېدو نېټه : د مارچ ۳۱ /۱۹۰۹ز
پرانېستنه (افتتاح) او میدان ته راوتل د مۍ ۳۱ / ۱۹۱۱ز
د برابرښت نېټه د مارچ ۳۱/ ۱۹۱۲ز

2. د سفر پیل او پای په اړه لږ څه تفصیل :
- د برتانیې د هېواد د ( سوت اومبتون) له بندره د اپریل په ۱۰ په ۱۹۱۲ کې واوښته
- په سمندر کې له شپږو ګړیو وروسته څخه د فرانسې (شوربیرج) بندر ته یې مخه کړه ‎، چې په هماغه ورځ ورسېده.
- په هماغه ورځ له دوو ګړیو له لږ درنګ وروسته د (شوربیرج) له بندره تېره شوه او په ایرلیند کې د ( کوینز ټاون ) په لوري روانه شوه .
- د (کوینز ټاون) بندر ته د اپریل په ‍۱۱ ‍/۱۹۱۲ د ماسپښین شاوخوا کې ورسېده.
- په هماغه ورځ د ماسپښین په یوه نیمه بجه د (کوینز ټاون) له بندره واوښته او د نیو یارک بندر ته یې مخه شوه.
- د ډوبېدو نېټه یې Titanic Foundered ۲: ۲۰ وروسته له غرمې د اپریل په ‍۱۵ کال ‍‍۱۹۱۲ز.
- د ۱۹۸۵ز کال د سبتمبر په لومړۍ نېټه یې د ډوبېدوځای څرګند او کشف شو، او د ټکر ځای یې هم د فرانسویانو او امریکایانو د ګدې څیړونکې ډلې لخوا کشف شو، چې د سمندر له تل څخه په ۵ر۲ سمندري واټن کې و.
- د بېړۍ ټوله عمله په ایرلندا کې د کوینز ټاون له بندر څخه ۲۲۳۸ تنه وو.
- د ډوبېدو په پېښه کې د بې درکه کسانو شمېر ۱۵۲۳ کسان وو.۸۱۵ کسان سپاره وو، ۶۸۸ نور کارکوونکي وو، چې یواځې ۷۱۵ کسانو نجات وموند (یعنې د بېړۍ د ټولټال شته خلکو له ډلې څخه ٪۳۲ کې بچ شول .
3. د بېړۍ په اړه لنډ تفصیل:

د بېړۍ ریکارډ شوی اوږدوالی ۲۵۹،۹۰۹ متره و.
د بېړۍ ټولټال اږودالی ۱۳۱ر۲۶۹ متره و.
د بېړۍ سور ۲۰۲ر۲۸ متره و.
ژوروالی یې ۱۷۱ر۱۸متره و.
ریکارډ شوی بار او تول یې ۴۶۳۲۶ و.
- د ړومبي پوړ د سپرلۍ شمېر ۷۳۵ تنه وو.
- د دوهم پوړ د سپرلۍ شمېر ۶۷۴ تنه وو.
- ددرېیم پوړ د سپرلۍ شمېر ۱۰۲۶ تنه وو.
- د نجات او بچېدو لپاره د کوچینو ماکو ګانو پراخوالی د بېړۍ پر سر د ۲۰ ماکوګانو سره برابر وو،چې ۱۱۷۸تنه یې ځایولای شوای . یعنې د سپرلیو او کارکوونکو نیمايي شمېره !!! .

د بېړۍ تصمیم او پاملرنه په ښه توګه د بېړۍ سره سمه شوې وه، چې باید د ډوبېدو مخه یې پکې نیول شوې وه. خو د بېړۍ د هندسي جوړښت سره سره ، چې د پاملرنې ټول حسابونه ورته شوي وو، د خدای تعالی له امر سره سمه په ړومبي سفر کې ډوب شوه .

پورتنې انځور د بېړۍ زینې په ګوته کوي، چې د معماري فنونو یوه ډالۍ وه، چې بېړۍ ته یې د قصر مثال ورکړی و،په ښي اړخ ته انځور کې یوه ګړۍ ښکاري، او کیڼ اړخ ته ښکلي معماري شوې زینې ښکاري ، چې د بېړۍ د منځ د محتویاتو استازیتوب کوي .

د ډوبېدو علمي لاملونه :

که خپل ژوند ته لږ ځیر شو، د فاجعو او غمجنو پېښو لاملونه په خدای باندې کفر ته راګرځي ، کله چې انسان له خدایه سرغړونه وکړي، خدای پرې ډول ډول بدبختۍ راولي، هغه فیلم چې د ټیټانیک R.M.S. Titanic د کیسې د یاد پاتې کېدو لپاره جوړ شوی و، ښايې چې په دې فیلم کې د برتانیې یوه شهزادګۍ ووینو، چې د بېړۍ په پرانېستنه یې پیل وکړ، چې د بېړۍ جوړوونکي الماني انجینر ته په دواړو غوږونو ځیر ده او هغه د معمار ،امان، او ډاډ خبرې ورته کوي، شهزادګۍ ناڅاپه ترې پوښتي، چې ایا کېدای شي چې دا بېړۍ ډوبه شي، انجینر یې په ځواب کې فورا ورته وایې: " خدای دا بېړۍ نشي ډوبولای ".

خو، په ړومبي سفر کې بېړۍ ډوبه شوه، سره له دې چې پکې هماغه الماني انجینر و، چې د نه ډوبېدو ضمانت یې ټولوته ورکړی و، او سربېره پردې ورسره نور برتانوي انجینران هم موجود وو.
کیپټان خپلې واګې د بېړۍ ړومبي ضابط ته سپاري، چې کابو خپلې نېږدې موخې او بندر ته د رسېدو په حال کې وه، او د نیویارک له بندر څخه څو ګړۍ لرې وه، چې په دې مهال مشرانو او د عزت خاوندانو خلکو ته د مېلمه توب لمانځنې په موخه ډول ډول خوراکونه وړاندې کېدل، چې همدا یې د پای پیل شو.
کله چې ړومبي ضابط په تور بخن ځګ کې یخین غر څرګند شو، او د بېړۍ له مخکېنۍ برخې څخه د اته سمندري میلونو په واټن کې لرې و، چې د ناسم فرمان بولۍ یې ټولو برخو ته واوروله، چې خپل مسیر ته بدلون ورکړي، چې په ناڅاپي توګه له د صفر له ارزښته ترټولو لوړې کچې ته اوچته شوه، چې د کښتۍ د اداره کولو کړۍ پرېښودل شوه، او ضابطان یې له هرڅه ستړي شول، چې په پای کې د بېړۍ په سر یو پړک وپنځېد، چې په بیړه په ټوله کښتۍ کې غږ په چټکۍ خپور شو، چې پایله یې د بېړۍ دوه برخې کېدل شول، چې مخکېنۍ برخه یې سمدلاسه ډوبه شوه او وروستنۍ برخې یې د دوو ګړیواو دېرش دقیقو لپاره د ډوبېدو څخه مقاومت وکړ،چې یوه ګړۍ د نمایي سپرلۍ د نجات لپاره کافي وه، خو په مخکېنۍ برخه کې ټوله سپرلي غرقه شوه .
کښتۍ د محیط په اوبوکې د نیو یارک او کاناډا د سمندرونو دڅنډو سره ډوبه شوه، د ځینو په ناسم اند د کښتۍ د ډوبېدو لامل له یخین غره سره ټکر و، اګر چې د ډوبېدو ځای یې له یخین غره څخه پینځه سمندري میله لرې و( یعنې ۱۰ کیلو متره ) .
خدای پاک مو په خپل سپېڅلي کلام کې په بحر کې د بېړیو د توازن ساتلو او سلامتیا څخه خبروي، چې په سورت یاسین کې یې داسې مهرباني کړې ده : بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ: "وَقَالَ ارْكَبُوا فِيهَا بِسْمِ اللَّهِ مَجْرِيهَا وَمُرْسَاهَا إِنَّ رَبِّي لَغَفُورٌ رَّحِيمٌ (11/41)" صدق الله العظيم .

ليست هناك تعليقات: