02‏/08‏/2007

(مستې او شيدې)


(مستې او شيدې)
غوره خواړه .. اودارو



د شيدو كلمه په قرآن كريم كې څو ځله راغلې ده.
شيدې داسې تعريف شوې چې دا يو ډول (سپين مايع دى چې د انسانان او حيوان په ښځينه وو كې وي) چې خلك ورته (شيدې) وايي. خو دغه تسميه په زياتره هېوادونو كې پر (مستو) هم كېږي، چې له شيدو څخه ډېر توپير لري.
د مستو تسميه له يو هېواد څخه تر بل هېواد پورې توپير لري، په مصر او سوډان كې (اللبن الزبادي) ورته ويل كېږي، پداسې حال كې چې په سعودي عربستان، سوريه، لبنان، اردن او فلسطين كې ورته (اللبن) وايي چې اطلاق يې په شيدو هم كېداى شي، او په هند كې ورته (داهي) او په تركيه كې ورته (يوغورث) وايي چې نوموړى لفظ وروسته بيا انګليسي اونورو اروپايي ژبو ته لكه فرانسوي ايټالي او يوناني او داسې نورو ته د Yogurt تر نامه لاندې د يو دخيل لفظ په بڼه ننوت.

مستې چېرې كشف كړاى شوې؟

د Everyman دائرة المعارف وايي چې: " مستې په ناڅاپي ډول د كوچيانو عربو له خوا هغه وخت كشف كړاى شوې، كوم وخت چې دوى شيدې د پسونو له معدې څخه د جوړ كړاى شوو غړكو څخه پوسيله ورسره ګرځولې، نوموړې شيدې د پسونو په معده كې دموجوده شيدو د بكتريا پوسيله خمير او تومنه كېدې، او په تومنه كېدلو كې د صحرا ګرمۍ هم څه ناڅه مرسته كوله.
په تاريخ كې مستې د لمړي ځل لپاره د عربو په شبه جزيره او د شام په هېوادونو كې كارول شوې دي. وروسته بيا له هغه ځاى څخه د نړۍ ټولو هېوادونو ته تيت او خپرې كړاى شوې.
د صليبي جګړو پرمهال مستې لوديځ ته انتقال كړاى شوې، چې د مستو تركيب په سري ډول په اروپا كې د پاچاهانو په قصرونو پورې محدود و. او داسې ويل كېږي چې د فرانسې پاچا (ړومبي فرانسيس) چې كله د كولمې په التهاب اخته شو، د خوړو پرځاى يې له مستو څخه ګټه اخيستله، او له نوموړې ناروغۍ څخه په بشپړ ډول روغ شو. او له هغه وروسته د مستو جوړول په اروپا كې نورو كورونو ته هم انتقال وموند.
مستې په نولسمه پېړۍ كې هغه مهال د ولس اړونده طب ته د ننوتلو لاره پيداكړه كله چې دوكتور (ميټشنكوف)- هغه چې د پاسټور په انسټېټيوټ كې يې دنده ترسره كوله- دا اعلان وكړ چې د مستو خوراك كولمې له جراثيمو څخه پاكوي، او د زړتوب، بوډاوالي او د جسمي حالت د وروسته پاتې كېدو يو غوره علاج دى.
او د 1992 ز كال چاپ شوى كتاب Food & Nutrition داسې وايي چې په برتانيه كې د مستو استهلاك د 1970 او 1980 كلونو ترمنځ په څلور چنده زيات شوى دى، او انګريزان په يو كال كې زر ټنه مستې استهلاكوي.
نوې علمي څېړنې د مستو په اړه څه وايې؟

نوې څېړنې دې نتيجې ته رسېدلې چې د غذايي تسمم د جراثيمو- چې مهم يې سالمونيلا او عنقودي جراثيم دي- د له منځه وړلو لپاره مستې دېرې ګټورې دي.
او په امريكا او ايټاليا كې ځينې نورې څېړنې دا ښيي چې امكان لري چې مستې د dysentery يا پيچ د رامنځته كېدو مخنيوى وكړاى شي، او په اروپا كې د روغتونونو دا يو عادت ګرځېدلى چې په اسهال او نس ناستي اخته ماشومانوته مستې وركړي.
د امريكا په متحده ايالتونو كې د نبراسكا پوهنتون دوكتور شاهاني- چې د شيدو او د شيدو د مشتقاتو په برخه كې لوى څېړونكى دى- وايي چې: د اسهالاتو او پيچ د ناروغيو په مخنيوي كې مستې تر علاج ډېرې ګټورې دي.
مستې يوازې د جراثيمو ضد فعاليت نه، بلكې په امريكا كې نوې څېړنې پدې ټينګاركوي، چې مستې د جسم د حجرو د مصونيت دنده لا پياوړې كوي.

مستې او د سرطان ناروغي:

ځينې داسې علمي دلايل شته چې دې ته اشاره كوي، چې مستې د Colon يا دلويې كولمې د يوې برخې د سرطان د ناروغۍ په وقايه كې ډېره ګټه رسوي.
دوكتور (لي) له فرنسې څخه داسې خبر وركړى، چې هغه مېرمنې چې مستې زياتې خوري د هغو مېرمنو په پرتله چې مستې نه خوري د ځيګر يا د تيو د سرطان ناروغي امكان لري ورته ونه رسيږي.


مستې ... خواړه دي


د 1992 ز كال چاپ شوى كتاب Food & Nutrition وايي چې مستې ګټورې دي ځكه چې:
1. دهغو خلكو لپاره چې د خپل وزن د كمښت په تكل كې دي، مستې يوډول خواړه دي.
2. د تى رودونكي ماشوم لپار ه كله چې په ډوډۍ خوړول پيل وكړي، د شيدو وركولو پرځاى مستې وركول ډېره ګټه ورته رسوي.
3. د convalescent يا له ناروغۍ څخه د ورو ورو ښه كېدو پرمهال ناروغانوته وركول كېږي.

مستې او بوډاوالى:

يوعالم (ميتشنكوف) ويلي دي: هغه څوك چې تر سلو زيات عمر لري، بايد مستې وخوري ځكه چې مستې ځينې بكترياوې لري، چې كولمو ته ځان رسوي، او داسې چاپېريال رامنځته كوي چې نامرغوب جراثيم ننوتلو ته نه پرېږدي. چې په بلقان كې ورته د ( اوږده ژوند خواړه) ويل كېږي، ځكه چې د لوړې كچې درلودونكي او ژوندي پروټيني مواد او د جسم لپاره ترټولو زيات معدني مواد لري.
مستې د تركانو يو ډول غوره او مهم خواړه دي، چې د ډوډۍ خوړلوهېڅ يو مېز د ډوډۍ پرمهال ترې خالي نه وي.
مستې هغو زيات عمره كسانو ته هم ګټه رسوي، چې د هډوكو له كمزورۍ او غاښونو له لوېدو څخه سر ټكوي، چې مستې ددې ډول حالاتو لپاره يو غوره علاج دى. مستې يو ډول اسانه هضمېدونكي خواړه دي، چې ښځينه يې د خپل پوست د ښكلا د پاملرنې په موخه ډېرې استعمالوي.

همداراز مستې د لويانو او كوچنيانو دواړو لپاره يوه متكامله غذا ده، مستې داسې ارزانه خواړه دي، چې په هر دسترخوان يې ګونډې وهلي وي.

ليست هناك تعليقات: