02‏/08‏/2007

میږیان


ښایي تاسې به د کور په کارونو کې مرسته کوﺉ. ښايي تاسې به په کوم ټیم کې لوبه کوﺉ. تاسې پوهېږﺉ چې په مشترک ډول د یو کار کول ډېر اسانه کېږي. دا له میږیانو پرته یې نور ژوندي مخلوقات په ښه توګه نشي پېژندلی. د میږیانو په کور کې هر یو خپله ځاني دنده لري.

میږیان څه ډول کارونه ترسره کوي؟

د میږیانو په کور کې درې ډوله میږیان وي: کاریګر، ملکه (Queen), او نرينه. د هرې ډلې میږیان بېلابېلې دندې ترسره کوي. کاریګر میږیان تونلونه کیندي، نوي ځوانان میږیان خواړه راغونډوي او ځاله جوړوي او پاکوي.
د ملکې دنده د هګیو اچول دي. نرینه میږیان له ملکو Queens سره جوړه ګرځي او له څو اوونیو وروسته مري.
د میږیانو په میشتځي کې زیاتره دندې په ځالو کې ترسره کېږي. ډېری میږیان خپلې ځالې له ځمکې لاندې په غارونو کې جوړوي. ځینې خپلې ځالې په کوټو، او د غرونو او غونډیو پرسره جوړوي. یو شمېر نو بیا د نباتاتو په منځ کې ځان ته ځاله پیدا کوي. ځینې نور یې د لویو پرښو او تیږو په منځ کې د نباتاتو په ګوګ کې جوړوي. یو کم تعداد میږیان دایمي ځالې نلري.

میږیان لکه نور حشرات داسې واړه حشرات دي. او شپږ پښې لري. تر ټولو کوچني میږي 0.03 انچه (0.7 مم) اوږد دي، چې لیدل یې ډېر ګران دي! تر ټولو لوی میږیان تقریبا ۱ انچ (۳ سانتيمتر) اوږدوالی لري.
د میږیانو وجود او تنه داسې ښکاري لکه چې ملا یې ډېره نرۍ وي. چې دا په غارونو کې د ننوتلو لپاره اسانتیا رامنځته کوي. نرینه او ځوانې ملکې میږیانې وزرونه لري. د میږیانو زیاتره ډولونه نیشتونه لري، چې د دوښمن په وهلو کې یې کاروي.

د میږي خوله له دریو برخو څخه جوړه شوې ده. د خولې مهمه برخه یې زامې دي. چې له یو اړخ څخه یې وبل ته خوځوي. میږیان خپلې زامې د کیندلو، د څیزونو وړلو راوړلو، او خوړو راټولولو، د ځالو جوړولو، جنګ کولو، او پرې کولو لپاره کاروي. میږیان خپلې ښکتنۍ زامې د ژوولو لپاره کاروي. دوی خپلې خولې د مایعاتو د څکلو لپاره کاروي.
بالغ میږیان یوازې مایع خواړه تېرولی شي.ځینې میږیان جامد او سخت خواړه ژوولی شي، ترڅو مایع شي.

آیا میږیان ویني او اوري؟

زیاتره میږیان مرکبې سترګې لري. مرکبې یا یوځای سترګې څو برخې لري، چې لېنزونه Lenses ورته وايي، چې له حشراتو سره په لیدلو کې مرسته کوي. ځینې نور میږیان درې ساده سترګې لري، چې یو Lens لري. او هغه میږیان چې د ځمکې لاندې اوسیږي ړانده وي.

میږیان غوږونه نلري. خو د غږ انګازه احساسوي. ځینې میږیان د څمکې پر سر د ګرځېدو له ګړبهار څخه یو له بل سره اړیکې نیسي. همدارنګه یو له بل سره د خپلو ښکرونو پوسیله مخامخ کېږي.

څکل، بویول، او یو له بل سره لګېدل مېږیان دې ته هڅوي چې د دوی شاوخوا څه دي. دوی د سرونو پرسر دوه نري ښکرونه لري، چې د یادو شویو څیزونو په ترسره کولو کې ورسره مرسته کوي.
مېږیان یو له بل سره د بوی پوسیله هم "خبرې کوي". مېږیان نورو مېږیانو ته د وېرې او ډار په حالت کې نوروته د بوی پوسیله خبر ورکوي یا، د غذا په اړه لارښوونه ورته کوي. ځینې وخت تاسې د مېږیانو یو اوږد کتار وینئ. دا مېږیان د بوی په هڅه کې وي.

د مېږیانو ترمنځ څه توپیر دی؟

مېږیان نېږدې ۱۱،۰۰۰ ډولونه لري. مېږیان د نړۍ په هرزیاتره ځایونو کې اوسي.

فوځي مېږیان د مرکزي او جنوبي امریکا په ځنګلونو کې اوسي.
د فوځي مېږیانو ډلې د حشراتو او غڼیو ښکار کوي.
موټروان یا Drivers مېږیان فوځي مېږیان دي، چې په افریقا کې اوسیږي.
درمند غونډوونکي مېږیان په دښتو او بیابانونو کې اوسیږي. او دانې یې خوراک دي.

سپږۍ – څارونکي مېږیان د سپږیو او نورو کوچنیو حشراتو داسې ساتنه کوي، لکه څنګه چې بزګران د غویانو ساتنه کوي.
د مېږیانو "شیدې" له مایع غذا څخه وي، چې د بوټو شات یا ګوړۍ هم ورته ویل کېږي.
غلام جوړوونکي مېږیان د بل ډول مېږیانو تي رودونکي بچیان تښتوي، چې دا کوچني بچیان له لویېدو وروسته د غلام ـ جوړوونکیو مېږیانو په کاله کې کارګر مېږیان جوړېږي.

ګبین ټولوونکي کارګر مېږیان د بوټو شات یا ګوړۍ او نوره غذا د خپلو بچیانو لپاره زېرمه کوي.




مېږیان څنګه زیاتیږي؟

له ښځينه مېږیانو سره د نرینه وو هغو له یو ځای کېدو وروسته، ښځینه مېږیان ځالې پیدا کوي، او بیا هګۍ اچوي. د هګیو ړومبی ګروپ چې کله چرګوړي واچوي، کارګر مېږیان ترې راوزي. د (ملکې) یواځنۍ دنده له دې وروسته د نورو هګیو اچول وي. اوکارګر مېږیان یې ځالو او غارونو ته وړي. له ځینې هګیو څخه نارینه مېږیان راوزي، ملکې او نور مېږیان له نورو هګیو څخه پیدا کېږي.

کله چې هګۍ چرګوړي باسي، یو شبح غوندې راڅرګند شي. هغه هېڅ نه وي خو خوراک او وده کوي. کله چې پوره لوی شي، د Pupa ترې جوړېږي. Pupa پښې او ښکرونه پیدا کېږي، او په پای کې بالغ او رسېدلی مېږی شي.

د وښو مېږي
مېږیان په ډله ییز ډول اوسېږي چې په انګریزي کې ورته colonies وایې. د مېږیانو زیاتره سیمې د دوی ځالې او غارونه تشکیلوي، چې د (ملکې) او د بچیانو او خواړو لپاره ډېره پاملرنه کوي. د مېږیانو ځینې ځالې، لکه څنګه چې ښودل شوې ده، د ځمکې لاندې وي، چې یو له بل سره پیوسته یو شمېر خونې او اوتاقونه لري.مېږیان هغه کوچني حشرات دي، چې د نړۍ په هر ګوټ کې اوسېږي. دوی ټولنیز مېږیان حشرات دي، پدې معنا چې دوی په یوکلي کې په ډله ییز ډول اوسېږي، چې په درجنونو ډولونه لري او له یو بل څخه بېل توپېر لري، دلته، د وښو مېږیان د وښو په منځ کې خواړه لټوي.




د مېږي لوي ښودل شوی سر

د مېږي د سر دا لویه شوې څېره د هغه لویې سترګې او ښکرونه یا آنتنونه Antennae ښيي. ښکرونه یې له نورو مېږیانو سره د خواړو په موندلو او خبرو اترو په کولو کې خورا ډېر ارزښت لري.


لومه لرونکی مېږي
لومه لرونکی مېږی نور حشرات د چنګک ته ورته ژامو پوسیله رانیسي او د زهرو په پیچاري کولو یې له خوځېدا تم کوي.















پاڼه غوڅوونکی مېږی

پاڼه غوڅوونکی مېږی ځکه ورته وایې چې دوی پاڼې ټوټه ټوټه کوي او غوڅوي یې، او بیا یې خپلو ځالو ته وړي. مېږیان پاڼې نشي خوړلی، خو د فنجي لپاره یې کاروي چې خپله هاضمه پرې سمه کړي.


فوځي مېږیان

فوځي مېږیان په مرکزي او جنوبي امریکا کې اوسېږي او په دېره خون خوارۍ او عدوانیت سره شهرت لري. دا فوځي مېږیان خپل بچیان چې (larvae) ورته وايې، له یو ځای څخه وبل ته په خپلو ژامو سره نویو غارونو او ځالوته انتقالوي.


سپيږۍ ته ورته شېدې کوونکي مېږیان

ګوړۍ ټولوونکي مېږیان په دې انځور کې د کوچنیو حشراتو ساتنه کوي، چې سپږۍ هم ورته وایې. دا ډول مېږیان " شیدې " هم کوي ترڅو خواږه مایع تولید کړي، چې د " دبوټوشات، ګوړۍ هم ورته وایې. چې مېږیان یې بیا خوري.-

ليست هناك تعليقات: